اسلام آباد ۔18مئی (اے پی پی) د چين سنټرل ملټري كمېشن وائس چيئرمېن جنرل ژينګ يوژيا (نن)د جمعې په ورځ د ايئر هېډكوارټر اسلام آبا?? دوره كړې ۔د ??يف آف ايئر سټاف ايئر ??يف مارشل مجاهد انور خان هېډكوارټر ته په رسېدو د خاص مېلمنو هركلے وكړو۔د ايئر فورس يوې چټك ډلې خاص مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔پھ دې موقع د هغه د پاك فضائيه پرنسپل سټاف افسرانو سره تعارف وكړې شو ۔خاص مېلمه د ايئر ??يف مارشل سره ځانله يو ملاقات هم وكړو چې د دې څخه وروستو دواړو لارښودو د شريكې خوښې چارو په ا??ه د باضابطه خبرو اترو په مهال د خپلو خپلو پلاويو مشري وكړه۔دواړو لارښودو د پاك فضائيه او پيپلز لبرېشن ايئر فورس ترمينځه په موجوده په زړه پورې مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه او د مرستې لا زياتولو لباره ئې د خپل عزم پخلې وكړو